IQNA

  پاکستان په ایران د هوايي سفرپه تگ راتگ لگولی بندیزختم کړ

15:38 - November 04, 2021
د خبر لمبر: 3484906
تهران (ایکنا) - کابو یوه میاشت مخکې هم په میرجاوه سرحدي سیمه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګډ سرحد په توګه د پاکستان تفتان سرحدي لاره هم د پاکستان د تاجرانو ، محصیلینو او د ټرکونو د ډرائیورانو لپاره خلاصه شوه .

 

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان د کورونا د مدیریت ملي کمیټۍ خپل هیواد ته د خارجي سفرونو د نویو شرایطو په اعلانولوسره د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان هوايي ډګرونو ته د هوايي سفرونو د بندیز له فهرسته وویست .

د پاکستان له کورونا سره د مبارزې د عملیاتو د مدیریت ملي کمیټۍ پرون په یوې غونډې کښې د سیمې او د نړۍپه سویه او په تیره بیا په بیلابیلو هیوادونوکښې د کورونا د واکسیناسیون زیاتیدا ته په پام سره د کورونا د خپریدا له نویو شرایطو سره سم پاکستان ته د خارجي سفرونو لپاره نوي فیصلې اعلان کړې .

د دغو فیصلو پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول شپږ (۶) هیوادونه چې مخکې پاکستان ته د هوايي سفرونو بندیز ته په اړونده سي (C) فهرست کښې وو له دغه فهرسته وویستل شول او نور په دې هکله هرډول بندیز ختم شو .

کابو یوه میاشت مخکې هم په میرجاوه سرحدي سیمه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګډ سرحد په توګه د پاکستان تفتان سرحدي لاره هم د پاکستان د تاجرانو ، محصیلینو او د ټرکونو د ډرائیورانو لپاره خلاصه شوه .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i107828

captcha